د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي تر راتلونکې یوې میاشتې به ټول هغه افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. په داسې حال کې چې د کډالو اړوندو او نورو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړي، د دغه هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي، د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي. د معلوماتو له مخې د تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه اعلان شوې څلور لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
































