هرات کې د ترافیکې پېښې له امله درې تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي. د هرات امنیې قومندانۍ ویلي، چې دغه پېښه پرون ماښام د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې په دغه پېښه کې یو سراچه ډوله موټر د امنیتي ځواکونو له رنجر موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې د سراچې موټر درې تنه سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. دغه راز د رنجر موټر چلوونکی هم ټپي شوی دی.
































