د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، پر ډیورنډ معامله شوې ده او د یادې معاملې پر سر پاکستان ځینې امتیازونه اخیستي او دغه راز پاکستان اوس حکومتي مقرریو کې هم دخیل شوی دی. نوموړي حکومت ته په خطاب کې ویلي، که چېرته معامله نه وي شوې نو ولې د اغزن تار په اړه خلکو ته وضاحت نه ورکوي. نبیل نن په کابل کې یوې غونډې ته خبرو کې د سولې پروسې ته په اشارې زیاته کړې، له افغان سولې ځینې اشخاص او هېوادونه سیاسي او اقتصادي ګټه پورته کوي. هغه وویل پاکستان ته د سولې برخه کې د ویټو حق ورکړل شوی خو په هغه هېواد کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د پټنځایونو او روزنځایونو په اړه څه نه ویل کېږي. هغه وویل چې د سولې مخالفت هیڅ افغان نشي کولی خو په خبره یې؛ پر سوله باندې معامله هم چا ته د زغملو وړ نه ده. نوموړي زیاته کړې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې شپږ میاشتې وروسته د الکساندر بنات په نامه د خلیلزاد یو زوی د هغې کمپنۍ د رییس په توګه ټاکل کېږي چې د معادنو کار کوي او کمپنۍ ۴۰ میلیارد ډالره سرمایه لري، بلخوا پاکستان د داعش په نامه شپږ ډلې سره یو ځای کړې دي څو له روسیې څخه د طالبانو په نامه د ځان لپاره امتیازونه واخلي. نوموړي دغه راز څرګنده کړې، د خلکو او دولت تر منځ واټن له امله ملي اعتماد او ملي اجماع دواړه تضعیف شوي او په وینا یې، افغانان نه د طالبانو هغه توند امارت غواړي، نه اوسنی بې مزې جمهوریت.
































