په ننګرهار کې د زیتونو د پروسس کارخونې بیا په فعالیت پیل کړی او مسوولین یې وايي چې تولیدات به یې ډیر ژر بهر ته صادر شي. په دغه کارخونه کې د زیتونو د تیلو تر څنګ روب، اچار او صابون هم جوړیږي. په ننګرهار کې د زیتونو د پروسس کارخونه شپږ لسیزي مخکې پرانیستل شوې وه او په تېر کې په دغه کارخونه کې نژدې ۱۵۰۰ کسانو کار کاوه، خو اوس یوازي تر ۴۰ پوري کارګر لري. د دغه کارخونې کارکوونکي وايي چې د پروسس شویو زیتونو په مرسته ددې تر څنګ چې د افغانستان کورنۍ اړتیا پوره کیږي، بلکې که توجه وشي د صادراتو برخه یې هم پیاوړې کېدای شي. دوی د بوتلو او نورو لوازمو له کمي سر ټکوي، او له شتمنو افغانانو غواړي چې په دغه برخه کې پانګونه وکړي.
































