د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزیر وایي چې د روان کال د حج په مراسمو کې هیڅ دولتي چارواکی او امنیتی سرتېری برخه نه شي اخیستی او په وینا یې دې برخه کې هیڅ استثنا هم وجود نلري. محمد صالح بنتن ویلي، د حج سږني مراسمو کې ګډون کوونکو لپاره د سعودي حکومت د اسلام د مقدس دین په رڼا کې روغتیایي سپارښتنو ته په پام یوه جامع طرحه جوړه کړې ده او یادې طرحې ته په کتو په دغو مراسمو کې هیڅ دولتي چارواکی او سرتېری برخه نه شي اخیستی. هغه زیاته کړې، حج ته ورتلونکی هر کس باید د خپل هېواد د روغتیا وزارت هغه پرزه له ځان سره ولري چې له کرونا ویروس څخه د یاد کس روغتیا ډاډمنوي.
































