د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د یوې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د شهر بزرګ ولسوال فضل الله حنیف وویل چې دغه پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ په «کوتل سنده» سیمه کې د یو پیکپ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په کې یو تن مړ شوی او پنځ نور ټپيان شوي دي. حنیف زیاته کړه د پېښې ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې له منځه یې د درېیو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښې وړ ښودل شوی دی. په دې وروستيو کې د هېواد بېلابېلو سيمو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې، چې لامل يې د موټرچلوونکو له لوري بې احتياطي او د ترافیکي قوانيو نه مراعتول بلل کېږي.
































