د اسپانیا د کاتلونیا ایالت سیمه ییز دولت د کرونا وبا د مثبتو پېښو تر ډېرېدو وروسته د دغه ایالت ټول شپني کلبونه تړلي دي. د راپورونو له مخې، دولت ویلي چې ټول شپني کلبونه او د راټولېدو نور ځایونه به تر راتلونکو دوو اونیو پورې تړلي وي. اسپانیا کې د کرونا ویروس پراختیا مخنیوي په موخه لګول شوي بندیزونه یوه میاشت مخکې لرې شول خو اوس ویل کېږي چې په دغه هېواد کې دا وبا بیا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.
































