د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت پر ۱۱۳ روغتیايي مرکزونو د ۵۰ قلمه طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل شوه. د یادو تجهیزاتو د وېش پرمهال په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې استازي ډاکټر عبدالغني خطیبي ټینګار وکړ چې د هرات ولایت ټول روغتیايي مرکزونه د دوی تر پوښښ لاندې دي او د ماشومانو او میندو په ګډون د بېلابېلو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هڅې روانې دي. خطیبي زیاته کړه چې په دغو تجهیزاتو کې د نسايي ولادي، د انیستیزۍ دستګاه او د عمومي جراحۍ تجهیزات شامل دي چې پرې ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
































