د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر هلمند کې په ۱۷۵ جریبه ځمکه د یوه صنعتي ښارګوټي او د دوراهي په سیمه کې په ۲ زره جريبه ځمکه د ملي صنعتي پارک پرانیسته وکړه. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغانستان پر صنعتي کېدو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې د وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتي پارکونو پرانیستل د سرپرست حکومت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لري. په وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په هېواد کې اقتصادي ودې او پرمختګ ته د سرپرست حکومت د پاملرنې یادونه وکړه، او ویې ویل چې صنایعو ته له ځانګړې پاملرنې پرته د هېواد اقتصادي پرمختګ او پرځان بسیاینې ته نشو رسېدلی.
































