تخار ولایت کې په ۲زره او ۸۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشل شوې ده. د تخار د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د ناروې موسسې په مرسته ۲ زره او ۸۰۰ بزګرانو ته ۱۳۰۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ۲۶۰۰ ټنه توره او سپینه کیمیاوي سره د زیاتو حاصلاتو د ترلاسه کولو په موخه وویشل شوه او دغه بهیر د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم دوام لري. په ورته وخت کې هغه بزګران چې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره یې ترلاسه کړي، د خوښۍ تر څنګ وايي، چې له څو کلونو راهیسې د دغو اصلاح شویو تخمونو په کارولو سره کرنیز حاصلات زیات شوي دي.
































