د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیکا ولایت کې د بې سرپرسته کورنیو لپاره د کورنو جوړولو د چارو پیل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د پکتیکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د المواسات خیریه بنسټ په مالي مرسته د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو لپاره د ۲۰ کورونو د جوړولو چارې پيل شوې. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده پروژه کې به هر کور د ۱۳۰زره افغانیو په لګښت جوړیږي، چې هر کور به یې ۲ خونې، پخلنځی، او ۲ تشنابونه ولري.
































