د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په کابل کې دوو خصوصي روغتونونو ته د درملنې لپاره ور وپېژندله. یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۳۸ ماشومان چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي، په دغو روغتونونو کې به یې درملنه وشي او لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې ۲۴ تنه د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان په کندهار کې یوه خصوصي روغتون ته ور پېژندلي دي.
































