د ملګرو ملتونو اړوند د بندیزونو څار ډلې د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعال خو مخفي حضور لري. د یادې ادارې له لوري خپاره شوي راپور کې راغلي، ایمن الظواهري په افغانستان کې دی او دا ډله په دغه هېواد کې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې جنګیالي لري. راپور کاږي، د القاعده سربېره په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو شمېر هم ۶۵۰۰ ته رسېږي. ملګري ملتونه وایي، طالبانو د خپلو ژمنو سربېره له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرې کړې. د راپور یوه برخه کې راځي، ایمن الظواهري د روان کال د فبروري میاشت کې افغانستان ته راغلی او د یحیا حقاني په نوم یې د حقاني شبکې له یو غړي سره لیدلي دي.
































