د سنوکر ملي لوبډله په نړیوال جام سیالیو له ګډون وروسته نن د برونزو له مډال سره یو ځای هیواد ته را ستنه شوه. د سنوکر نړیوال جام سږنۍ سیالۍ چې د قطر هېواد په کوربتوب ترسره شوې، له افغانستانه پکې صالح محمد محمدي او رییس خان د ماسټرانو په دوو برخو کې ګډون کړی وو، که څه دوی په جلا توګه په دې سیالیو کې مډال ترلاسه نشو کړای؛ خو د سياليو په ډله ييزه برخه کې يې د هېواد په ګټه د برونزو مډال خپل کړی دی. د یادولو وړ ده چې د سنوکر نړیوال جام په سږنیو سیالیو کې د افغانستان په ګډون تر۳۰ ډېرو هېوادونو برخه اخیستې وه.
































