د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پرون له پاکستان څخه ۳زره او ۱۶۱ افغانان په زور له دغه هېواده اېستل شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، چې ۳۹۴ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲زره او ۶۴۷ تنو ته رسیږي د سپین بولدک ـ چمن له لارې افغانستان ته راستانه شوي. یاد وزارت وايي، له پاکستانه تازه راستانه شوي افغان کډوال یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو له پاره ورپیژندلي دي. د کډوالو چارو وزارت زیاتوي چي، یاد کډوال یې د تورخم او سپین بولدک په ناڅاپي پنډغالو کې ځای پر ځای کړي او د روغتیا، خوړو او ترانسپورټ خدمات یې ورته چمتو کړي.
































