د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له امله۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس الدين محمدي وايي، د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د کوتل کبوترخان پر سړک د يوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله د دوو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون څلور تنه مړه شوي او د درېيو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي. د محمدي په وینا، دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده. د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغې پيښې علت د سړک خرابوالى او د موټر چلوونکي بې احتياطي بولي.
































