هندي رسنۍ وایي چې نوي ډیلي له فرانسې څخه د رافیل جنګي الوتکو تر اخیستو وروسته له دغه هېواد سره د هیمر په نامه د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو تړون هم لاسلیک کړی دی. زي نیوز په خپل راپور کې ویلي چې د رافیل په نامه جنګي الوتکې به د جولای میاشتې په ۲۹مه د هند امبالي هوایي اډې ته ورسېږي. راپور کې راغلي چې هند اوس له فرانسې څخه د هیمر توغندیو اخیستو پرېکړه کړې او دا توغندي له ۶۰ تر ۷۰ کیلومټره واټن پورې هدف په ډېرې اسانۍ په نښه کولی شي. فرانسې هند ته ډاډ ورکړی دی چې دا توغندي به تر رافیل الوتکو وروسته هند ته ورسېږي.
































