افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشرې، سیا وي لي ویلي، چې افغانان د کال تر ټولو سخت وخت کې له پاکستانه کډه کولو ته اړ شوي او اوس د ژمي سړې هوا کې د ورتګ لپاره هېڅ ځای نه لري. اغلې لي چې جینوا کې د ملګرو ملتونو رسنیو ته پرلیکه خبرې کولې ویلي، له پاکستانه ډیری راستنې شوې ښځې له خاوندانو پرته ایستل شوي او خاوندان یې لا هم د پاکستاني پولیسو لخوا بندیان دي. هغې زیاته کړې چې راستانه شوي نه یوازې په ژمي کې بېړنیو مرستو ته بلکې افغانستان کې د ژوند بېرته جوړولو مرستو ته هم اړتیا لري.
































