په کندهار کې د غواګانو د فارمونو شمېر دا مهال ۶۴۹ ته رسېدلی چې د کال ۱۴۰ زره مټریک ټنه شیدې ورڅخه تر لاسه کېږي. د فارمونو مسوولین او د شیدو پروسس کوونکي وايي، له بهره راوارېد شویو شیدو يې د پلور بازار اغېزمن کړی دی. د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د غواګانو په یوه فارم کې ۱۲۰ غواګانې شته چې د پر مختللو ماشینونو په وسیله لوشل کېږي او هره ورځ ورڅخه ۹۰۰ کیلو شیدې ترلاسه کېږي. د دغه فارم مسوول وايي، پنځه کاله وړاندې یې د ۲۵۰ لکه افغانیو په لګښت د دغه فارم د جوړېدو چارې پيل کړې، چې ګڼو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. په کندهار کې اوس د دغه ډول لویو او کوچنیو فارمونو شمېر ۶۴۹ ته رسیږي، چې هر کال ورڅخه ۱۴۰ زره میټریک ټنه شیدې ترې ترلاسه کېږي.
































