د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د مرکز پلعلم یوه اوسېدونکي محمداکبر اتل په خپل شخصي لګښت په شاوخوا یو میلیون افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده. دغه ودانۍ نن ګتېاخیستنې ته سپارل شوې ده. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب ویلي چې دغه ودانۍ د مرکز پلعلم ښار اړوند «بیدک سیمه» کې د «نعمان بن ثابت» لومړني ښوونځي ته جوړه شوې چې له پرانیستې سره سم یې ۲۰۰ زدهکوونکو ته پهکې د لیکلوست خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې یاده ودانۍ پر درې جریبه ځمکه جوړه شوې او څلور درسي خونې، اداري خونه او چهاردیوالي لري.
































