د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین له سفیر جاو شینگ سره تعارفي کتنه کړې ده. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې لیدنې کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې شوي او حامد کرزي له چین هیواده د هرات زلزله ځپلو ته له مرستې او افغان ځوانانو ته د تحصیلې بورسونو له ورکړې مننه کړې ده.
































