د هند په ګجرات کې چارواکو ویلي، چې تالندې او برېښنا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۴ کسان مړه کړي دي. چارواکي وايي چې د سختو بارانونو له کبله ۲۳ تنه نور هم مړه شوي دي. د هند د ګجرات ایالت کې په تېرو څو ورځو کې شدید بارانونه، تالنده او برېښنا شوي دي، د دغه ایالت په ځینو سیمو کې ۱۴۴ میلی متر باران شوی. د بارانونو له کبله په ځینو سیمو کې کورونه ویجاړ شوي دي او یو شمېر څاروي هم مړه شوي دي. د هند د هواپېژندنې ادارې ویلي دي چې د هند په ځینو سیمو کې لا هم بارانونه روان دي.
































