د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، چې د تورخم په پنډغالو کې یې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو افغان ماشومانو لپاره خوندي او تفریحي ځایونه جوړ کړي دي. یونیسف زیاته کړې، چې دغه خوندي ځایونه به هره ورځ ۲۴ ساعته فعالیت کوي. دغه مرکز د ماشومانو لپاره ټولنیز، اروایي او تفریحي فعالیتونه تر هغې وړاندې کوي؛ څو چې دوی بېرته خپلو کورنیو سره یوځای کېږي. دغه بنسټ وایي، ماشومان تر سختو فشارونو لاندې دي او د دوی له پاره د تفرحي بوختیاوو چمتو کول او له هغوی ملاتړ د دوی په لومړیتوبونو کې دي.
































