د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۱۲ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ګرځولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې پر خپله ټویټر پاڼهليکلي، چې د فراه په ۷۸میل بندر کې يې ۱۲ټانکره بې کیفیته تیل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي. سرچینې زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
































