د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد په ټاکنیزو منډو ترړو کې له ښکېلتیا ډډه وکړي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که افغان کډوال د دغه هېواد ټاکنیزو فعالیتونو کې د کوم نوماند او ګوند مرسته وکړي، له هېواده به وشړل شي. خبرپاڼه زیاتوي چې افغان کډوالو حق نهلري د پاکستان ټاکنو کې فعالیت وکړي او په وینا یې، دغه کړنه یې ناقانونه عمل دی او ښکېل کس که په قانوني او غیرقانوني توګه دغه هېواد کې اوسېږي، وبه شړل شي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز د دغه هېواد وګړو ته هم خبرداری ورکړی چې مېشت غیرقانوني بهرنیانو ته باید دنده ورنهکړي. خبرپاڼه دا هم وايي، که څوک پاکستان کې مېشت ناقانونه بهرنیو کډوالو ته دنده ورکوي او یا هم د دندې په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي، باید دغه وزارت سره یې ټول اړین معلومات ثبت کړي.
































