د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال د دې کانال په سیمه کې د مالټو حاصلات د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه ډېر شوي دي. د ننګرهار کانال شرکت رییس غلام الرحمن کظیم وایي، چې د ننګرهار کانال شرکت به لسګونه جریبه ځمکه د مالټې بڼونه شتون لري، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیاته شوې ده. کظیم د دې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل وبلل. نوموړي وویل، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږني حاصلات به نږدې درې زره ټنو ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د دغه ولایت د مالټو حاصلات دوه زره مټریک ټنه ښودل شوې وه.
































