امریکا وایي ځانګړي استازي یې پر طالبانو او افغان حکومت د فشار راوستو لپاره کابل او دوحې ته سفر کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغان سولې لپاره ددغه وزارت ځانګړی استازی افغانستان، قطر، بلغاریا، ناروې او پاکستان ته په سفر وتلی دی. نوموړی به په دې سفر کې په دوحه او کابل کې پر طالبانو او افغان حکومت فشار راولي چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ټول خنډونه له منځه یوسي او د سولې لپاره نور ګامونه باید اوچت کړل شي. خلیلزاد به همدا راز له پاکستان د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړي او تر هغه وروسته به د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغان سولې پرمختګونه شریک کړي. د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې باید پر طالبانو او افغان حکومت د سولې د پرمختګ لپاره فشار راولي څو د سولې هوکړې پاتې موارد عملي شي او د بین الافغاني خبرو له لارې په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسول شي.
































