د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو او شړلو لپاره په پراخه کچه له ناوړه چلند څخه کار اخلي. دغه بنسټ پرون په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې پولیسو او نورو چارواکو افغان کډوال نیولي، د هغوی ملکیتونه یې ضبط کړي او د هغوی د هویت اسناد یې له منځه وړي دي. د ۲۰۲۳ ز کال د سپتمبر له نیمايي راپدېخوا د پاکستان حکومت له ۳۷۵ زره ډېر کسان ستنېدو ته اړ کړي دي. د بشري حقونو د څار بنسټ د آسیايي برخې مشرې ایلین پییرسن ویلي، پاکستان دې سمدستي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي او له ایستلو سره مخ افغانانو ته دې دا فرصت ورکړي، چې په پاکستان کې د خوندیتوب غوښتنه وکړي. د بشري حقونو د څار بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په سرغړونو کې د شپې عملیات شامل دي، چې پولیسو په کې افغانان تر وهلو، ګواښلو او نیولو لاندې نیولي.
































