د غور ولایتي چارواکو د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د ۸۰ کیلو متره سړک د رغولو د چارو له پيل خبر ورکړی دی. د مرغاب ولسوال امان الله پيکار ویلي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۰ کیلو متره سړک د رغولو چارې پيل او ډېر ژر به بشپړې شي. هغه زیاته کړه چې د یاد سړک په جوړېدو سره د سیمې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي.
































