بدخشان کې د واخان لارې جوړېدو عملي کار پيل شوی دی. د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې د هېواد اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره اوسمهال، د واخان لارې جوړېدو کار عملآ پيل شوی دی. ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو هم پرون له سرپرست حکومته وغوښتل چې، ژر تر ژره دې د واخان لاره پر یوه ټرانزیټي مسیر باندې بدله کړي. د واخان مسیر چې له تاریخي پلوه هم له دې مسیر څخه د افغانستان او چین تر منځ اقتصادي اړیکې پالل شوي، د خصوصي سکټور غړي یې له حکومت څخه یوځل بیا د ټرانزیټي لار په توګه د فعالیت غوښتنه کوي.
































