نن د چمن د پرلت څلویښتمه ورځ ده او د بلوچستان ایالت دولتي چارواکو د منظور پښتین په ګډون د یاد پرلت استازو ته د خبرو کولو بلنه ورکړې ده. پرلت وهونکي وايي، تمه لري چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کولو پرېکړه به د پاکستان حکومت بېرته واخلي. د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د سوېلي پښتونخوا د چمن پرلت نن ۴۰ ورځې پوره شوې. پرلت وهونکي وايي دپاکستان له لوري په دغه دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو پرېکړه نه مني، خو د پاکستان حکومت لا هم په خپله پرېکړه ولاړ دی. دوی وايي، د بلوچستان د ایالتي مسولینو سره د مذاکراتو پایلې به ژر له خلکو سره شریکې کړي.
































