د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د اقلیم د بدلون بحران په افغانستان کې په میلیونونه کورنۍ ګواښي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د اقلیم د بدلون بحران لرې نه دی بلکه همدا اوس په افغانستان کې د میلیونونو کورنیو لپاره په رښتینې ګواښ بدل شوی. دې پروګرام ویلي چې وچکالي او د حاصلاتو کموالي ټولنې د زیانونو له خطرسره مخ کړي او لوږه زیاته شوې. یاد پروګرام د اقلیم د بدلون د کنفرانس د ګډونوالو له غونډې مخکې د دې یادونه کړې چې دا مهمه ده چې نړۍ د اقلیم د بدلون د ټکانونو پر وړاندې د دغو کورنیو د مقاومت وړتیاوې زیاتې کړي.
































