د کونړ ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې د څلورو لویو درو د فرعي سړکونو د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی. د کونړ والي ویلي چې د دغه ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ۴ لویو درو د فرعي سړکونو د جوړولو چارې پيل او ډېر ژر به بشپړې شي. ورته مهال د غازي اباد ولسوال ضیاالرحمن له ولایتي ادارې وغوښتل چې د سړکونو د رغولو، د اوبو رسولو شبکو د جوړولو، د مخابراتو، روغتیا، ښوونې او روزنې په برخو کې ورسره همکاري وکړي.
































