د مرکزي اسیا له هېوادونو سره باید د افغانستان سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې پراخې شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ویډیويي کنفرانس کې د مرکزي اسیا د هېوادونو له سفیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. په دغه کنفرانس کې د سي۵+۱ هېوادونو استازو ګډون کړی و او ټينګار یې کړی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار دي. دوی ویلي چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي همکاریو په برخه کې نوې هوکړې رامنځته کړي او هڅه کوي دغه هېواد ته دایمي پرمختګ او سوله را وکرځي. بلخوا خلیلزاد ویلي چې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره باید د افغانستان اړیکې په بېلو برخو کې پیاوړې شي او دغه هېوادونه به له افغانستان سره د اقتصادي ودې او ثبات په راوستو کې همکاري کوي.
































