د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د ۱۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي او مالي لګښت یې د خوړو نړیوال سازمان پر غاړه اخیستی دی. د غور ولایت ویاند ویلي، چې د دې سړک په جوړېدو د سیمې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې او زیاتوي چې د جوړېدو چارې به یې ډېرې ژر پشپړې شي. د یو بل خبر له مخې؛ په بامیانو ولایت کې هم د تولواره کلي سړک د رغولو چارې د ۱۱۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې دي او مسوولینو یې د ژر جوړېدو خبر ورکړی دی.
































