ایران وایي د افغانستان سولې ته ژمن دي او امریکا دې په دې اړه تر څرګندونو مخکې لومړی هر څه په دقیقه توګه وارزوي. په کابل کې د ایران سفارت ویلي دوی د سولې د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي. د سرچینې په خبره تل یې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کړې ده او ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي. سفارت پر امریکا نیوکه کړې چې په حقیقت له پوهېدو پرته څرګندونې کوي. امریکا ویلي وو چې ایران د افغانستان د سولې له روان بهیر سره همکاري نه کوي خو که تهران وغواړي واشنګټن تیار دی چې د افغان سولې په تړاو خبرې ورسره وکړي.
































