د کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍکې د برېښنا یوې شبکې په جوړېدو سره نږدې ۲زره کورنیو ته برېښنا چمتو شوې ده. د برېښنا شرکت ویاند ویلي، دا شبکه د ملالې مېوندۍ له سب سټېشن څخه کښته او لوړ مېوند ولسوالیو ته غځېدلې، چې ۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی او ۲۵۰۰ پېرېدونکو ته یې۴میګا واټه برېښنا برابره کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې د وخت په تېرېدو سره به یې ظرفیت تردې نور هم ډېر شي. د یادونې وړ ده، چې د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکو د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د برېښنا د دې شبکې په جوړېدو سره یې د بې برقۍ ستونزه په بشپړه توګه حل شوې ده.
































