په حکومتي ادارو کې د سیمې د هېوادونو په تېره د پاکستان د استخباراتي ادارې کسان ګومارل کېږي، هغه ادعا ده چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې کړې ده.
نوموړي خبریالانو ته وویل چې پاکستان د افغانستان له سولې لنګه غوا جوړه کړې او بې حده سیاسي او اقتصادي ګټه ترې کوي. نوموړي دغه راز وویل چې حکومت د سولې او پیاوړي حکومت د جوړولو په برخه کې هم د پام وړ اقدام نه کوي او په وینا یې هېواد په ښه لوري نه دی روان. نبیل حکومت پر ډیورنډ فرضي کرښه پر معامله هم تورن کړ.
سره له دې چې پر افغان حکومت نیوکې دي، چې پاکستان ته نږدې شوی، خو اوس تازه د ملي امنیت پخوانی رییس وایي چې افغان حکومت له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه معامله کړې ده. رحمت الله نبیل د واک پر مهال پیاوړی استخباراتي شخص بلل کېده او تر ډېره یې پاکستان ضد دریځ درلود. دی وايي چې افغان حکومت پر ډیورنډ فرضي کرښه معامله کړې او که داسې نه وی، نو حکومت باید د هغه څه په اړه ولس ته معلومات ورکړي وی چې همدا اوس د پاکستاني حکومت له لوري پر یاده فرضي کرښه روان دي.
نبیل دغه راز وایي چې د افغانستان د حکومت په بېلا بېلو ادارو کې د سیمې د استخباراتو، په تېره د پاکستان د استخباراتو کسان ګومارل شوي دي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د ده په خبره، دا په ښکاره په افغانستان کې د پردیو په لاس یوه روانه استخباراتي جګړه ده چې حکومت یې پر وړاندې چوپ دی. هغه زیاته کړې، پاکستان د افغانستان له سولې او افغان حکومت ډېر امتیازات اخیستي دي، خو اوس ان په حکومت کې په ځینو مقرریو کې هم د دوی نظر چلېږي. د ده په وینا، ځينې کسان ښايي د پاکستان په مشوره او لارښوونه په حکومت او ځينو ادارو کې مقرر شي. د نبیل په وینا: ((اوس پاکستان هم له حکومته امتیاز اخلي. امتیازونه یې واخیستل، تاسې پوهېږئ چې زه څه وایم؟ د اغزن مزي امتیاز یې واخیست، سوداګریز او اقتصادي امتیاز یې واخیست او حتا په ځينو موردونو کې په مقرریو کې هم لاس لري)).
د حکومت دغه پخوانی چارواکی د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ تاسیسات د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې، که حکومت په دې تړاو له پاکستان سره معامله نه ده کړې، نو ولې یې یا په اړه ولس ته وضاحت نه ورکوي او یا یې پر وړاندې اقدام نه کوي. د ده په خبره، ډیورنډ یوه ملي داعیه ده او افغان حکومت باید د یوه مسوول حکومت په توګه په دې اړه د ولس اندېښنو ته ځواب ووايي.
رحمت الله نبیل د سولې د مسئلې په اړه هم وویل چې د افغانستان سوله د سیمې د هېوادونو په تېره د پاکستان لپاره په یوه لوبه او سوداګرۍ بدله شوې ده. د ده په خبره، پاکستان داسې لوبه کوي چې هر څه د دوی په ګټه روان دي. هغه وايي، د سولې په مسئله کې د ویټو حق لري، خو د هغو ترګرو ډلو او وسله والو په اړه هېڅ راز فشار نه ورباندې راوړل کېږي چې په پاکستان کې فعالت کوي او پراخ مرکزونه لري. د نبیل په خبره، سوله اوس د پردیو په واک کې ده او د دوی په ګټه مخ ته وړل کېږي: ((وس وینم چې زموږ سوله هم نیابتي شوې. نیابتي سوله په دې معنا چې د افغانستان خلک په دغې سوله کې هېڅ ډول دخالت او ګډون نه لري)).
نبیل په حکومت کې د ځينو داسې مقرریو خبره هم کوي چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف دي. د ده په خبره، ولسمشر او ځینو کړیو داسې کسان په دنده ګومارلي چې دوی پراخ فساد کوي، خو له دوی د پوښتنې څوک نشته. هغه وايي: ((د ملي بانک رییس شخصیت ته په درناوي سره اوس خلک همدا اندېښنه لري چې وايي دا یې د تورو پیسو د سپینولو لپاره راوستی دی)).
تر دې وړاندې هم داسې ادعاوې شوې چې ګواکې حکومت په ظاهره د پاکستان د انزوا خبرې کوي، خو په حقیقت کې پاکستان له امریکا، افغان حکومت او روسیې د سترو امتیازونو د اخیستلو په حال کې دی.
































