د افغانستان سرپرست حکومت پر نړیوالې ټولنې نېوکه کړې، چې د اقلیمي بدلون په سږنۍ غونډه کې یې د ګډون بلنه نه ده ورکړې. د افغانستان چاپیریال ساتنې ملي ادارې، په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د سیاسي لیدلورو پرته په افغانستان کې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په اړوندو نړیوالو کنفرانسونو کې دې د افغانستان سرپرست حکومت استازو ته بلنه ورکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د سږکال (COP28) غونډې ته بشپړ پلان چمتو کړی و خو بلنه پکې نه ده ورکړل شوې. دا په داسې حال کې ده، چې د اقلیمي بدلون سږنۍ غونډه نن ورځ د لیندۍ میاشتې په ۹ مه نیټه په دوبۍ کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
































