د خوست ولایت چارواکو خبر ورکړی دی، چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت له سپیرې ولسوالۍ څخه تر پکتیکا ولایت پورې د یو نښلوونکي سړک د رغونې چارې پېل شوې دي. دا سړک چې ۲۰ کيلومټره اوږدوالی لري نن ورځ د لیندۍ میاشتې په ۹ مه نېټه یې چارې پېل او د لومړي ځل لپاره به پرې خلک له خوست څخه پکتيکا ولايت ته سفر وکړي. د خوست ولايت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سړک لپاره ۸ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي او چارې به يې په راتلونکو څو میاشتو کې بشپړې شي. د یادولو وړ ده، چې اوس دا سرک په خام ډول رغول کيږي، خو د سرپرست حکومت چارواکو ډاډ ورکړی دی، چې په راتلونکي کې به يې د پخېدو چارې هم پېل شي.
































