په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي دفتر له پاکستانه د را ایستل شویو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دغه بنسټ وایي له لسګونه زره راستانه شویو افغانانو سره یې مرستې کړې دي. په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي دفتر بیا ویلي، هغه افغانان چې له پاکستانه رااړول شوي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دوی له ۷۵ زره افغانانو سره مرستې کړي دي. له دې سره سم، د سره صلیب نړۍوال فډراسیون او د سرې میاشتې ټولنې په یوه راپور کې له پاکستانه د افغانانو د رااېستنې په تړاو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې، په دې بهیر کې ۱ اعشاریه ۳ میلیونه افغانان اړ دي چې، له پاکستانه ووځي او په وینا یې هغوی په افغانستان کې هم د اوسېدو لپاره ځای نه لري.
































