ټولګټو چارو وزارت وایي د سالنګ تونل د پخولو چارې پای ته رسېدلي او ټاکل شوې دغه لاره د راتلونکې یوې میاشتې پورې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي، چې د موټر پر مخ د دې لارې له پرانیستل کېدو وروسته به، ګالریو او هغو برخو کې چې اړتیا ده، د رغولو چارې دوام ولري.
































