د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په غزني کې یوې غونډې ته ویلي، له چین سره د واخان بندر پر پرانیستنې هوکړې ته نږدې شوي او ډاډمن دی، چې ډېر ژر به په دغه بندر کار پيل شي. د هغه په وینا، دغه بندر ته د دواړو خواوو پاملرنه زیاته شوې او د دغې ډلې د مشرتابه هم په دې برخه کې ډېر بحثونه کړي دي. افغانستان له چین سره د سوداګرۍ ډېره برخه د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې کوي او پاکستان ډېر ځله د افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي، چې په دې لړ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینر په کراچۍ کې بند پاتې دي او څو ورځې مخکې پاکستان ورته د لېږدولو اجازه ورکړې وه. تر دې مخکې د سرپرست حکومت ویاند هم ویلي و، چې د واخان لارې د جوړولو چارې پیل شوي او ډېر ژر به دغه لاره د ټرانزیټ له پاره پرانیستل شي.
































