د فارياب ځايي چارواکو د دغه ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۲۰ميليونه افغانيو په لګښت د يوه لومړني ښوونځي د جوړېدو او پرانيستې خبر ورکړی دی. د دغه ولايت د پوهنې رییس ویلي، چې ياد ښوونځی د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د دارت دفتر له لوري د ۱۹.۸۴ مليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. د سرچينې په خبره په دغه پروژه کې د ياد ښوونځي ۸ درسي خونې، د انګړ دېوال، د ساتونکي خونه، د زده کونکو لپاره مېزونه او چوکۍ او د ادارې لپاره نوبل او فرنيچر شامل دي.
































