د کندهار ولایت کې ۲ زره رېړۍ چلونکو ته د سولري څراغونو د ورکړې لړۍ پیل شوه. د کندهار ښاروالۍ ویاند وايي، چې دا سولري څراغونه د یو اېن هبیتات موسسې له لوري د ۴۷زره ۶۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د ښار د مختلفو بازارونو هغو رېړۍ چلوونکو ته ورکول کېږي، چې متحرک نه وي او له ښاروالۍ سره ثبت وي. په ورته وخت کې هغه رېړۍ چلوونکي، چې یاد څراغونه يې تر لاسه کړي، وايي چې اوس به خپل کاروبار د شپې تر ناوخته کوي او د برېښنا ستونزه به يې حل شي.
































