د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد وایي، کرکت یې د یو مسلک په توګه غوره کړی و، خو اوس یې د خپلې لېوالتیا له مخې بڼوالۍ ته مخه کړې ده. نوموړی وايي، د ننګرهار کانال شرکت نه یې څه د پاسه دوه سوه جریبه زمکه په اجاره نیولی او پرې یې د مالټو باغونو جوړول پیل کړي دي. هغه وایي، د مالټو باغونو په جوړولو کې یې شاوخوا ۲۰۰ تنه ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده. د کرکت دغه پخوانی لوبغاړی وایي له بڼوالۍ سره د بې کچې لېوالتیا له امله هڅه کوي چې ډېره پانګه په دې برخه کې ولګوي او نورو ځوانانو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړي.
































