د کليو بيارغوني او پراختيا وزارت په فارياب کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د ګټې اخيستنې خبر ورکړی دی. ياد وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او څارنې لاندې، د (ان آر سي) دفتر په مالي ملاتړ د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په قلیچي کلي کې د ۷۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده شبکه کې د ۱۳۰ مترو په ژوروالي يوه ژوره څاه، د ۲۳ متر مکعب په وړتیا ارتفاعي ذخیره، ۱۷سولري تختې، د ۴،۳ کیلومترو په اوږدوالي پایپ غځول او د احاطوي دیوالونو جوړول شامل دي.
































