د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د نوي کابل په پروژه کې د چینايي سوداګرو د پانګونې غوښتنه کړې. د کور او ښارجوړونې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست له چینايي لوري غوښتي چې د دغه وزارت د کارکوونکو د وړتیا لوړونې په برخه کې هم همکاري وکړي. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي چې د “نیله باغ” پروژې کار په چټکۍ سره روان دی او په راتلونکو میاشتو کې به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
































