د هند په حیدراباد ښار کې د افغانستان جنرال کونسل وايي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه یې په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر بېرته پیل کړی دی. په حیدراباد کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خیل په یو ویډیوي پیغام کې چې پرون یې پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی، ویلي، چې ده او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال کونسلې مېرمن ذکیې وردګ په نوي ډیلي کې د سفارت د کونسلي چارو مسوولیت د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه او افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره منلی دی. په حیدراباد کې د افغانستان جنرال کونسل ویلي چې نوموړي او ذکیې وردګ د هند بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوي وو او هلته ورڅخه د دغه وزارت چارواکو په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د کونسلي خدمتونو د بېرته پیلولو غوښتنه وکړه.
































