د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له شبرغان څخه مزار ته د غځېدلې نللیکې چارې سږکال له ټاکل شوې مودې وړاندې پای ته ورسېدې او د راتلونکي کال چارې یې هم ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي. دغه نللیکه چې ٩٤،٥ کیلومتره اوږدوالی لري د شبرغان ګاز مزار شریف ښار ته انتقالوي، چې د پلان له مخې یې باید سږکال ۱۶ کیلو متره چارې ترسره شوې وای، خو اوس مهال یې چارې ۱۸.۵ کیلو متره چارې ترسره شوې دي. د یادونې وړ ده چې د دغې نللیکې چارې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ۶۰۹ میلیونه افغانیو په ازښت پیل شوې دي.
































